د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ترکيې د خبري رسنيو او د فکري وړتيا ارګانونو شخصيتونو هئيت څو ورځې مخکې د شينجيانګ له نړيوال لوی بازار څخه ليدنه وکړه او د شينجيانګ له ځانګړتيالرونکو ودانيو، دودونو، خوراکونو او غيرمادي کولتوري ميراثونو څخه يې خوند واخيست.
د معلوماتو له مخې، د شينجيانګ نړيوال لوی بازار د اورمچي ښار له نويو لسو منظرو څخه يو دی. دغه بازار د ۲۰۰۳م کال په جون کې د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوی او د سيل، سوداګرۍ، ډوډۍ او ملي هنري نندارې په شمول يوه سيلانيزه سيمه ده چې د شينجيانګ د سيلانۍ يوه نمونه ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |