د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د لوړپوړيو چارواکو ۱۶مه غونډه او د لوړپوړيو چارواکو د پنځم پړاو ستراتيژيک سياسي ديالوګ د جون په ۱۸مه نېټه د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې تر سره شوه. دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د نظريو تبادله وکړه او څرګنده يې کړه چې په بېلا بېلو ساحو کې به خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.
د فورم د چيني خوا سرمنشي او د بهرنيو چارو وزارت د شمال لوېديځې اسيا او افريقا رياست مشر وانګ دي او د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو او نړيوالې همکارۍ څانګې د سياسي چارو مرستيال خليفه شاهين المرار په ګډه د يادې غونډې مشري وکړه.
وانګ دي په خپله وينا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ ډېره ستاينه وکړه او ويې ويل چې چين غواړي له عربي هېوادونو سره همغږۍ پياوړې کړي او په ګډه له ترهګرۍ او افراطيت سره مبارزه وکړي. د عربي متحده اماراتو استازو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د ياد فورم په چوکاټ کې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو بهير چټک کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |