د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای د جون په ۱۸مه نېټه په واشنګټن کې وويل، چين او امريکا بايد د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي په اړه سم ستراتيژيک قضاوت وکړي، د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ څرګند پلان دې جوړ کړي چې په دوامداره توګه د دواړو هېوادونو د خلکو بنسټيزې ګټې او د نړيوالو خلکو ګډې ګټې وساتل او هڅول شي.
د امريکا په ختيځ کې د چيني الاصله امريکايانو لخوا د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کاليزې د يادونې فعاليت په همدې ورځ ترسره شو. څوی تيان کای په دغه فعاليت کې وويل، په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ځينو شخصيتونو د چين او امريکا تجارتي اړيکې ويجاړې کړې او حتی نوې سړه جګړه يې هڅولې. دا څرګنده ده چې دغه کسان د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام په اړه مالومات نه لري، نه پوهېږي چې چين او امريکا ګډې ګټې لري. د دوی بې دليله شک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ۴۰ کلن پرمختګ برياليتوب ردوي او حتماً به د دواړو هېوادونو اړيکو او د ګردې نړۍ ثبات او سمسورتيا ته زيانونه ورسوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |