د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جون په اتلسمه نېټه د بېجينګ د سپورټ پوهنتون د ۲۰۱۶ کال ماستري کانديانو ته ځوابي پيغام واستاوه او د دې پوهنتون هغو لوبغاړو او روزونکو ته يې نيکې هيلې او سلامونه وويل چې اوس د اولمپيک په سپورټي لوبو کې د برخه اخيستنې لپاره تياريانې نيسي.
نوموړي په دې پيغام کې وويل چې د هغو معلوماتو د تر لاسه کولو له امله ډېر خوشحاله يم چې تاسې د زده کړې فرصت ته ارزښت ور کوئ او د زده کړې ترڅنګ د سپورټي تمرينونو د تر سره کولو لپاره ډېر زيار باسئ او په فعاله توګه د روغتيا ساتلو په اړه تبليغاتو کې ګډون کوئ.ستاسو ډېرې سيالۍ مې کتلې دي. کله چې زموږ لوبغاړي په نړيوالو سياليو او مسابقو کې ښې نمرې تر لاسه کړي، د زړه له کومې څخه ور ته چکچکی کوم. په نوې زمانه کې چين هغه روحيې ته ډېره اړتيا لري چې په زړه ورتوب سره خپلې دندې پر غاړه اخلي او د دندو د ښه تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې کوي.هيله لرم چې تاسې ټول د غښتلي سپورټي هېواد د ابادۍ لپاره لازيات خدمتونه وکړئ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |