CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريز توپيرونه د ډيالوګ او مشورې له لارې حلېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-19 17:25:05

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د يو تړون لاسليکېدل نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه تمه ده. چين څو څو ځله پر دې ټينګار کړی چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريز توپيرونه د ډيالوګ او مشورې له لارې حلېدای شي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا د سوداګرۍ استازي روبرټ لاغتيزير پرون د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو توپيرونو د يادونې په وخت کې وويل، چې له چين سره ډيالوګ سمه لار نه ده. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پرون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې. ولسمشر ټرمپ په دغو خبرو کې وويل، چې امريکا له چين سره اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. هيله ده چې د دواړو هېوادونو کاري ګروپونه ژر تر ژره د ډيالوګ له لارې د اوسنيو توپيرونو د ليرې کولو لپاره مناسبه لار پيدا کړي. باور لرم چې ټوله نړۍ په دې تمه ده چې د امريکا او چين ترمنځ تړون لاسليک شي. رئيس شي جين پينګ هم د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګروپونو ترمنځ د ډيالوګ له ټينګښت سره هوکړه وکړه.

وياند لو کانګ پر دې ټينګار وکړ چې مساوات او برابري د مشورو په بهير کې ډېره مهمه برخه ده. دواړه خواوې بايد يو د بل د پاملرنې وړ مسئلې تر پام او غور لاندې ونيسي او د دواړو خواوو لخوا دې د منلو وړ لايحه طرحه کړي، که نه سمه لار به پيدا نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای