CRI Online

د امريکا د فدرالي زيزمې کميټې اعلان وکړ چې د فدرالي صندوق د ګټو انډول به بدل نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 11:09:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د جون په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې د فدرالي صندوق د ګټو انډول به له ۲اعشاريه ۲۵ څخه تر ۲ اعشاريه ۵ سلنې پورې وساتي او وايي چې د امريکا اقتصاد پر وړاندې ناثابت عوامل زيات شوي، نو د امريکا د اقتصاد د دواملرونکي پراخوالي لپاره به مساعد تدبيرونه ونيسي.

يادې کميټې په همدې ورځ د پيسو تګلارو په هکله تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اړوندو معلوماتو له مخې د روان کال په مې کې د دې هېواد د استخدام بازار قوی تمايل ساتل شوی، اقتصادي فعاليتونه يې په ثابت ډول روان شوي او د کورني مصرف پرمختيايي انډول يې لږ څه زيات شوی دی، خو د تصديو او شرکتونو د ثابتو پانګو پرمختيايي انډول د وروالي په حال کې و. د دې ترڅنګ په وروستيو ۱۲ مياشتو کې د امريکا د پيسو عمومي پاړسوب انډول او د انرژيو او خوړو له بيو پرته د پيسو د کليدي پاړسوب انډول دواړه له ۲ سلنې څخه ټيټ و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای