CRI Online

اوس په نړۍ کې د بې ځايه شويو وګړو شمېر په تېرو ۷۰ کلونو کې تر ټولو ډېر دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 11:17:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د کډوالو چارو علي کميسيون د جون په ۱۹مه نېټه يو نوی راپور خپور کړ چې له مخې يې د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې په نړۍ کې د بې ځايه شويو کسانو شمېر ۷۰ مليونه او اته لکه تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د شلو کلونو دمخه له شلو چندو سره برابر دی او په تېرو اوو کلونو کې يې نوی ريکاډ جوړ کړی دی.

د نړيوال تمايل په نوم راپور کې راغلي چې تېر کال په نړۍ کې د بې ځايه شويو کسانو شمېر دوه مليونه او درې لکه زيات شوی دی.

د دې راپور له مخې د تېر کال تر پايه پورې په نړۍ کې د جګړو، کشالو او د زورزياتي کړو وړو له امله د کډوالو شمېر ۲۵ مليونه او ۹ لکه تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله پنځه لکه زيات شوی دی.د دې ترڅنګ شاوخوا درې مليونه او پنځه لکه کسانو نورو هېوادونو ته پناه غوښتنليکونه وړاندې کړي دي. سربېره پردې نور ۴۱ مليونه او ۳ لکه تنه په خپلو هېوادونو کې بې ځايه شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای