CRI Online

د QS ګروپ د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې د چين چينګ هوا او بېجينګ پوهنتونونو د تاريخ بې ساري لوړ ځايونه خپل کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 15:13:10

د کيو اېس (QS) نړيوال ښوونيز ګروپ د جون په نولسمه نېټه په لندن کې د نړۍ د پوهنتونونو درجه بندي خپره کړه . په دغې درجه بندۍ کې د ۸۲ هېوادونو سيمو ۱۰۰۰ مخکښ پوهنتونونه شامل دي. چين دوو لويو او مشهورو پوهنتونونو يعنې چينګ هوا پوهنتون او بېجينګ پوهنتون په جلاجلا توګه په يادې درجه بندۍ کې ۱۶ م او ۲۲ م ځای نيولی چې د تاريخ تر هر وخت لوړ دی.

په يادې درجه بندۍ کې د امريکا د ماساچوسيتس تکنالوژۍ انسټيټيوټ (Massachusetts Institute of Technology) د پرله پسې اتم ځل لپاره لومړی ځای نيولی، د اسيا په کچه تر نورو مخکښ ځايونه د سينګاپور ملي پوهنتون (National University of Singapore) او نان يانګ تکنالوژۍ پوهنتون (Nanyang Technological University) خپل کړی چې نمبر يې يوولسم ښودل شوی. د چين د سترې برخې پوهنتونونو هم ښه ځايونه ګټلي، د بېلګې په توګه چينګ هوا پوهنتون ۱۶ م ځای خپل کړی چې د امريکا تر يېل (Yale University) او کلومبيا (Columbia University) پوهنتونونو يې مخکښ ځايونه نيولي. په دغې درجه بندۍ کې بېجينګ پوهنتون له تېر ۳۰ مې مقام څخه ۲۲ م مقام ته ختلی دی. په يادې درجه بندۍ کې د چين ۶۵ پوهنتونونه ځای شوي چې پکې ۴۲ د چين د سترې برخې، ۱۶ يې د تايوان او ۷ يې د هانکانګ دي.

د کيو اېس نړيوال ښوونيز ګروپ د چين څانګې عمومي رئيسې ډاکټرې جانګ يان په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل، چې چين د نړۍ علمي څېړنو ته ډېره پاملرنه کوي او د ودې لپاره يې ډېرې هڅې کړي چې پدې سره د دغه هېواد علمي قوت ورځ تر بلې غښتلی شوی او د امريکا او بريتانيې له سويې سره يې واټن هم په څرګنده توګه کم شوی دی.

(( سږکال د نوي چين د جوړېدو ۷۰ مه کاليزه ده او په دې کال کې د چين ښوونيز قوت او په نړۍ کې د هغه اغېزه ډېره پياوړې شوې او د ښوونې د عصري کېدو په برخه کې يې مهم برياليتوبونه ترلاسه شوي دي. چين د نړۍ علمي څېړنو ته ډېره پاملرنه کوي او په مداومه توګه يې ډېرې هڅې کړي چې پدې سره يې علمي قوت چټک لوړ شوی او سويه يې له امريکا سره نږدې سمه روانه وه.))

ياده درجه بندي ښيي چې د چين د سترې برخې مخکښو لسو پوهنتونونو په تېرو پنځو کلونو کې په ټوليزه توګه 428 زره تېزسونه او د امريکا مخکښو لسو پوهنتونونو 443 زره تېزسونه خپاره کړي چې دواړه شمېرې يوازې 15 زره فرق لري، خو تېر کال دغه فرق ۳۷ زره ښودل شوی و، نو ويل کېږي چې د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ښوونيز ډېر نږدې روان دی.

ډاکټرې جانګ يان د بهرنيو محصلينو د جذبولو او قبلولو او د نړيوالو علمي همکاريو د تقويه کولو د يادونې پر مهال وويل،چې د چين ښوونيزې چارې په ثابته توګه پرمختګ کوي.

((چين به د نړۍ د ښوونيز ځواک په توګه د ځان ابادولو ترڅنګ د مخکښو پوهنتونونو د ادارې او ارزونې سيستم جوړولو ته هم پاملرنه وکړي او د پوهنتونونو د اداره کوونکو معاشونه به لوړ کړي. دغه راز د محصلينو اړيکې به نږدې کړي، له نورو هېوادونو سره به د صنايعو، ښوونې او علمي څېړنو په برخو کې ګډې همکارۍ پياوړې کړي، د رښتينو توليدي چارو لپاره به له پوهنې څخه ګټه پورته کړي او له مصنوعي ځيرکتيا څخه په کار اخيستلو سره به ښوونې ته وده ورکړي څو د نړۍ د ښوونيزو ځواکونو په سرلارو کې راشي.))

ياده درجه بندي په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۵۱ هېوادونو او سيمو د ۹۴۰۰۰ کارپوهانو او ۴۵۰۰۰ استخدامونکو ارګانونو او ګڼ شمېر غوره تېزسونو د نظرونو له مخې جوړه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای