د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د رودونګ سيمون او مينجو چوسون په شمول د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري رسنيو د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه په لومړۍ پاڼه کې سرمقالې خپرې کړې چې له دغه هېواد څخه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لېدنې هرکلی يې کړی دی او دغه سفر يې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په تاريخ کې د لوړ اهميت لرونکی بللی.
سربېره پر دې، د رودونګ سيمون ورځپانې په همدې ورځ د دواړو هېوادونو تر منځ د پرمختګ او دوستۍ په اړه د تګ راتګ تاريخ خپور کړی او د بېوزلۍ له منځه وړلو او د مختلفو سيمو تر منځ د واټن د کمولو په اړه د چين د کمونېست ګوند او د حکومت د کوښښونو او سترو لاسته راوړنو يادونه يې کړې. مينجو چوسون په تېرو څو کلونو کې د ساينس او تکنالوژۍ پرمختګ په اړه د چين کوښښونو او مهمو لاسته راوړنو په اړه هم مالومات خپاره کړي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |