CRI Online

د چين بهرنيو چارو وزارت: چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې امريکا د دولتي قوت له لارې چيني تصدۍ ځپي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 18:51:11

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې امريکا د دولت قوت له لارې چيني تصدۍ ځپي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې له غلطو عملونو څخه لاس واخلي. چين به د چيني تصديو د حقه حقوقو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا د فدرالي مشرانو جرګې غړي مارکو روبيو څو ورځې مخکې تر ۲۰۲۰ مالي کال پورې د دغه هېواد د ملي دفاع واک ورکولو د قانون تعديل نامه د امريکا کابينې ته وړاندې کړه او پکې يې غوښتنه وکړه چې د امتيازي حق په اړه د امريکا د قانون له مخې د مرستو د غوښتنې په برخه کې د هوا وې شرکت په شمول د امريکا د حکومت لخوا د کتونکو په نوم ليست کې د شامل شويو تصديو حق لغوه کړي او يادې تصدۍ به په دې برخه کې قانوني دعوا نه شي کولای. دغه غوښتنه د امريکا په دننه او بهر کې د بېلا بېلو خواوو له غبرګونونو سره مخ شوې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای