CRI Online

چين به په روانه مياشت کې دغه هېواد او د چين ازادو سوداګريزو سيمو ته د بهرنيو سوداګرانو د پانګونو د ننوتلو نوی منفي لېست خپور کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 19:42:04

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په شلمه نېټه وويل، د چين حکومت به د سږ کال د جون تر پايه پورې چين او د ياد هېواد ازادو سوداګريزو سيمو ته د بهرنيو سوداګرانو د پانګونو د ننوتلو نوی منفي لېست خپور کړي. هغه وويل، ( د چين حکومت به د سږ کال د جون تر پايه پورې ياد لېست خپور کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون ساحې به پراخې شي. د چين د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون چې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه به تطبيق شي، پر دې ټينګار کړی چې د بهرنيو سوداګرو تصدۍ به په مساواتو سره د چين حکومت لخوا د ملاتړ له تګلارو څخه استفاده کولای شي، په برابره توګه به د معيار په ټاکنو کې ګډون کولای شي او د حکومت د خرڅلاو په عملياتو کې به برخه اخيستلی شي. موږ به په مداومه توګه د بهرنيو سوداګرو د تصديو معقولې غوښتنې او مسئلې وڅيړو او د اصلاحاتو د ژورتيا پر اساس به پانګه اچوونکو ته لا ثابت، عادلانه، شفاف او ټاکل کېدوونکی چاپيريال برابر کړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای