CRI Online

شي جين پينګ د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د رئيس او د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون له خوا د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 09:22:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۰مه نېټه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت په پلازمينه پيونګ يانګ کې د دغه هېواد د کارګرو ګوند د رئيس او د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون لخوا د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ.

شي چين پينګ او کيم جونګ اون د يادې مېلمستيا په پيل کې په جلا جلا توګه ويناوې وکړې.

کيم جونګ اون په خپلو خبرو کې وويل، نن په ډېری خوشحالۍ د چين د درانو مېلمنو عمومي منشي شي چين پينګ او مېرمنې پنګ لي يوان هرکلی کوو. شمالي کوريا او چين د سوسياليزم د ګډې ابادۍ په لاره کې داسې ښه دودونه ټينګ کړي چې په غم او ښادۍ کې سره شريک دي او متقابل ملاتړ او همکارۍ کوي. له ښاغلي عمومي منشي سره مې په تېر يو کال کې ۴ ځله لېدنه درلوده او پر دې مو تاييد کړی چې پر سوسياليزم ټينګار کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ساتلو مرکزي ټکی دی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، د چين او شمالي کوريا ترمنځ د تېرو ۷۰ کلنو اړيکو په کتو د دواړو خواوو د پخوانيو مشرانو له خوا جوړه شوې عنعنوي دوستي زموږ لپاره ارزښت ناک ثروت دی. سره له دې چې نړيوال حالات ډېر بدل شوي، خو د چين او شمالي کوريا ترمنځ دوستي ټينګه ساتل شوې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای