CRI Online

شي جين پينګ د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له رئيس کيم جونګ اون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 11:10:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په شلمه نېټه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت په پلازمينه پيونګ يانګ کې د دې هېواد د کارګرو ګوند د رئيس او د دولتي چارو کميټې له مشر کيم جونګ اون سره وکتل او موافقه يې وکړه چې دواړه هېوادونه به په نوي تاريخي پيل کې خپله اصلي موخه ياده کړي او د دوو ګوندونو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه راتلونکي د برابرولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې له تېر کال راهيسې مې له رئيس کيم جونګ اون سره څلور ځلې ملاقاتونه وکړل چې له امله يې د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه اړول شوې اوخپلمنځي ژوره دوستي مو نوره هم ټينګه شوې ده.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اړيکو له پرمختګ څخه مې هغه درک کړې چې د کمونېست ګوند په مشرۍ سوسياليستي هېوادونه د دوه اړخيزو اړيکو اصل ګڼل کيږي. ګډه عقيده او موخه د دغو اړيکو د پرمختګ خوځنده ځواک دی.د مشرانو ترمنځ د دوستۍ دوام او ستراتيژيکې لارښوونه د يادو اړيکو تر ټولو لوی غوراوی دی.د جغرافيايي مقامونو نژديوالی او کلتوري شباهت د دغو اړيکو د ټينګېدو سبب دی. مونږ ټينګ باور لرو چې د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ دوستي نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له هيلو او بنسټيزو ګټو سره بلکې د زمانې له پرمختيايي تمايل سره هم سمون ولري.دغه دوستي به د نړيوالو حالاتو د بدلون له امله بدله نه شي.

کيم جونګ اون د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند، حکومت او خلکو په استازيتوب د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ د راتګ تود هر کلی وکړ او ويې ويل چې عمومي منشي شي جين پينګ د ديموکراتيکې کوريا او چين ترمنخ د سياسي اړيکو د ټينګېډو د اويايمي کاليزې په رارسېدو له ډېرو مصروفيتونو سره سره زموږ له هېواد څخه ليدنه کوي چې دا زموږ له ګوند، حکومت او خلکو څخه د چين ستر سياسي ملاتړ دی او د دوه اړخيزو اړيکو په تاريخ کې ستر اهميت لري.ديموکراتيکه کوريا غواړي چې له چين سره د دغو اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې د نمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي. اوس زمونږ ګوند او خلک تر وسې پورې د نوې ستراتيژيکي تګلارې د پلي کولو لپاره هڅې کوي او غواړي چې له چين څخه تجربې زده کړي او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای