CRI Online

د ډرون نړيواله غونډه په شن جن ښار کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 11:18:02

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د ډرون د ۲۰۱۹ کال نړيواله غونډه يعنې د شن جين د ډرون څلورم نړيوال نندارتون د جون په شلمه نېټه په دې ښار کې پرانيستل شو او د څه باندې څلورو سوو کورنيو او بهرنيو تصديو څه نا څه زر ډرون الوتکې به نندارچيانو ته وړاندې شي.

دغه غونډه د فورم ، نندارتون، د ډرونونو ارزيابۍ او د اړوندو سياليو په شمول څلور برخې لري او عمده موضوع يې امنيتي څارنه او اداره،تخنيکي نوښت او د مصنوعي ځيرکتيا کارونه ده.برخه وال به په اړوند فورم کې د قلمرو د ادارې او د ډرونونو د امنيتي څارنې په شمول ډېرو برخو ته پاملرنه وکړي او په ګډه به د چين د ډرونونو چارو د تګلارواو د معيارونو د جوړولو په باب بحثونه او يو له بل سره به د دغو چارو د تمايل په اړه نظرونه او تخنيکونه شريک کړي ،د دغو چارو د پرمختګ وړاندوينه به وکړي او په چين او حتی په ټولې نړۍ کې به د يادو چارو نوښت او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای