CRI Online

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مدير د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګريز تاوتريخوالي د کمولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 11:22:01

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال لپاره د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ (G20)سرمشريزه غونډه به د جون په ۲۸مه نېټه د جاپان په اساکا کې تر سره شي.د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرتو ازيويدو د جون په شلمه نېټه په ژنيو کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د سوداګريز تاوتريخوالي د کمولو په موخه هر ډول عملونه د هر کلي دي.هغه هيله وښودله چې دG20 مشران دې نه يوازې په ياده غونډه کې د سوداګريز اصطکاک د کمولو لپاره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړي بلکې د دې لپاره دې رښتيني تدبيرونه ونيسي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان به په راتلونکي اوونۍ کې نوې سوداګريزه شمېرنه خپره کړي.دغه شمېرنه ښيي چې د G20 اقتصادي ډلې نوی سوداګريز خنډونه جوړوي چې د دغه تمايل د کمزورتيا نښه نه ليدل کيږي.اوس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت په سوداګريز اصطکاک کې د واردېدونکو محصولاتو تعرفې زياتې کړي يا ځينو هېوادونو ته يې ګواښونه کړي چې د دوی پر محصولاتو به ګمرکي تعرفې زياتې کړي. نوموړي هيله وښوده چې دغه سوداګريز محدوديت به کم شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای