د نوې انرژۍ استعمالوونکو موټرو د ۲۰۱۹کال نړيواله غونډه به د جولای له لوموړۍ نېټې څخه تر درېيمې نېټې پورې د های نان ولايت په بواو کې تر سره شي. دا به د نوې انرژۍ استعمالوونکو موټرو په اړه د چين لومړۍ نړيواله غونډه وي او موخه يې په نړۍ کې د نوې انرژۍ استعمالوونکو موټرو د صنعت د سالم او چټک پرمختګ هڅول او د موټر صنعت د جوړښتي بدلون او اصلاحاتو پرمخبيول دي.
د دې غونډې جوړوونکي لوري د جون په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې په يوه ځانګړې مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ياده غونډه به د نوې زمانې، نويو اصلاحاتو او نوي صنعت تر عنوان لاندې له انرژۍ، ټرانسپورت، معلوماتو او مخابراتو سره د موټرونو پيوستون ته توجه وکړي او د نوې انرژۍ استعمالوونکو موټرو صنعت په برخه کې به د چين او نړۍ د تبادلې او همکارۍ ډګر برابر کړي، څو چې په چين حتی ټولې نړۍ کې د دې صنعت په پرمختګ کې لارښوونکی رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |