CRI Online

کارپوهان: د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه له چين سره د سوداګريز اصطکاک سختوالی د نړيوال اقتصاد د بې ثابتوالي سبب ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 14:59:21

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين ګڼ شمېر د فکري وړتيا ارګانونو کارپوهانو د جون په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين او امريکا اقتصاد يو له بل سره ژورې ريښې لري، نو د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه له چين سره د سوداګريز اصطکاک سختوالی نه يوازې د امريکا مشتریانو او تصديو ته زيانونه رسوي، بلکې په نړۍ کې توليدي ځنځير، د توکو برابروونکی ځنځير او ارزښتي ځنځير هم ځپي چې دا د نړيوال اقتصاد د بې ثابتوالي سبب ګرځي. همدارنګه دغو کارپوهانو زياته کړې چې د سوداګريز اصطکاک پر وړاندې، چين د برابروونکو اصلاحاتو له لارې د توليدي ځنځیر پرمختګ پياوړی کولای شي.

اوسمهال د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د تعرفو د زياتوالي په اړه په امريکا کې يوه اوريدنه روانه ده. د امريکا تصدۍ د تعرفو له زياتوالي سره ټينګ مخالفت کوي. د چين د عمومي اقتصاد اکاډمۍ د جون په شلمه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک د کليدي مسئلو تر عنوان لاندې يو سمينار تر سره کړ. د يادې اکاډمۍ مرستيال بې جې ياو په دغه سمينار کې وويل، چې له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ژورتيا د امريکا تصديو ته زيات سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي او کوي يې او له امله يې د امريکا صادرات، کاري فرصتونه او اقتصاد پياوړي شوي دي او امريکايانو ورڅخه ګټې اخيستلې دي. خو د تعرفو زياتوالی د امريکا مشتريانو او تصديو ته زيان رسوي. ده وويل،

مخکې تردې امريکا د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې تعرفې زياتې کړې او زياتره تولیدات يې نيم کاره شيان دي. که امريکا د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو تعرفې زياتې کړي او امريکا ته د چين لخوا ټول صادراتي توليدات پکې شامل شي، مانا يې دا ده چې لا زيات هغه شيان چې د امريکايانو له ژوند سره نژدې اړه لري هم پکې شاملېږي. مثلاً، خولۍ، جامې، بوټونه، بکسونه، موبايل فون، کمپيوټر او داسې نور. په امريکا کې د يادو توليداتو نرخونه به لوړ شي. همدارنګه، داسې امکان نه شته چې امريکا له چين نه پرته له نورو هېوادونو څخه ياد توليدات وارد کړي. نو له يادې اوريدنې څخه څرګندېږي چې ټولې زياتې شوې تعرفې به د امريکا د مشتريانو لخوا ورکول کېږي. نو ځکه زيات امريکايان ورسره مخالفت کوي.

د يادې اکاډمۍ د بازار او نرخ د څيړنيز مرکز مشرې څانګ يو ژن دا نظر لري چې د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه د اقتصادي اصطکاک سختوالی په نړۍ کې د تصديو باور او د نړیوال بازار اصول ځپي او د لويو توليداتو او پولي بازار تزلزل سبب ګرځي. دې وويل، 

د امريکا او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په نړۍ کې د تصديو باور او اعتماد ځپي او امکان شته چې دا له ۲۰۰۸م کال وروسته د نړيوال اقتصاد د دوهم ځل شا تګ سبب وګرځي.

د چين د نړيوال اقتصاد د تګ راتګ مرکز مرستيال هوانګ چه فان باور څرګند کړ چې د امريکا تصدۍ، خلک او اقتصادپوهان به دا تر پام او غور لاندې ونيسي او د امريکا له حکومت څخه به غوښتنه وکړي چې خپلې کړنې سمې کړي. ده وويل،

همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د ګډو ګټو بنسټ دی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک هم دی. اصطکاک به دواړو هېوادونو ته زيان ورسوي او نړيوال اقتصادي پرمختګ به وځپي. له دې لحاظه، موږ زيات لاملونه لرو چې چين او امريکا ترمنځ همکارۍ پياوړې کړو او هيڅ داسې لامل نه لرو چې د چين او امريکا ترمنځ اصطکاک سخت کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای