CRI Online

چين به د غلودانو په برخه کې له م م سره همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 16:17:07

د چين د غلودانو او مالونو د زيرمې ملي ادارې په دې وروستيو ورځو د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د م م د نړيوالو غلودانو د پروګرام له ادارې سره د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله تفاهم ليک لاسليک کړ. دواړه خواوې به د غلودانو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د غلودانو د زيرمې سيستم د ادارې، د غلودانو د سپما او د توليدي زيانونو د کمښت، کليوالو بزګرو لپاره د بازار موندنې په برخه کې به د چين تخنيکونه او تجربې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره شريکې کړي تر څو د نړيوالو غلودانو ډاډمنتيا تامين شي.

د چين د غلودانو او مالونو د زيرمې د ملي ادارې مشر جانګ وو فنګ د ياد تفاهم ليک د لاسليکولو په مراسمو کې وويل چې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د غلودانو د ډاډمنتيا د تضمين په برخه کې د چين توان په څرګنده توګه پياوړی شوی او د غلودانو تقاضا د کمښت له حالت څخه وتلی اوله عرضې سره برابر روان دی چې دا د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سبب شوی او د نړيوالو غلودانو د ډاډمنتيا د تضمين لپاره يې خدمتونه کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای