CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د احترام د مراتب څرګندولو لپاره د چين او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د دوستۍ برج ته تللی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 18:17:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د جون د ۲۱مې نېټې په سهار د چين ولسي داوطلبی اردو ته د احترام د مراتبو څرګندولو لپاره د پيونګ يانګ ښار د مورانبونګ غره په لمن کې د چين او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د دوستۍ برج ته تللي و چې په ډيموکراتيکې کوريا کې د دغې اردو د عالي او غوره خدمتونو د يادونې په هکله جوړ شوی و. د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند رئيس او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون او د ده مېرمن ري سول جو له دوی سره ملګرتيا وکړه.

شي جين پينګ وويل، چې نن ورځ موږ په ګډه د احترام د مراتبو څرګندولو لپاره دې برج ته راغلي يوو، موږ لومړی د مخکښانو او سرښندونکو احترام کوو او په يو سنګر کې د دواړو هېوادونو د پخوانيو انقلابيانو ترمنځ د همکارۍ تاريخ يادونه کوو. دوهم، موږ د ځوانانو هڅونه کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستۍ ټينګه په ياد ولري. درېيم، موږ نړيوالو ته د سولې د ساتلو په برخه کې د دواړو هېوادونو ټينګ هوډ ښيو. موږ بايد نسل په نسل د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د خپرېدو او په دواړو هېوادونو کې د سوسياليستي چارو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو، څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټې واخلي او د دې سيمې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای