CRI Online

تبصره: د چين د پانګو بازار د نړيوالو پانګو لازمه برخه ګرځېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 19:38:20

د فټسي روسيل شرکت (FTSE Russell) چې په نړۍ کې د اسهامو د ونډو د تدوينولو دوهم لوی شرکت دی، د جون په ۲۱مه نېټه د چين د اسهامو د اې بازار د نړيوالو اسهامو د ونډو په اړه په خپل سيستم کې شامل کړ. د مسڅي شرکت (MSCI) چې په نړۍ کې د اسهامو د ونډو لومړی لوی شرکت دی، د سږ کال د مې په پای کې يې د چين د اسهامو د اې بازار څخه د اسهامو د اخيستلو انډول لوړ کړی دی. نو دا د چين د پانګو بازار لپاره دوهم ښه خبر دی. له دې څخه څرګندېږي چې نړيوال پانګه اچوونکي نه يوازې د چين د پانګو په بازار کې د پانګونو اړتياوې لري، بلکې د چين د اقتصاد پر راتلونکې ټينګ باور لري.

چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی، نو د چين د پانګو بازار د نړيوالو پانګو لازمه برخه ده. اوسمهال د سوداګريز اصطکاک د سختوالي له امله د نړيوالو پانګو په بازار کې د نا ثابتوالي عوامل زيات شوي. د دې حالاتو پر وړاندې، د چين اقتصاد د سالم او ارام پرمختګ په حال کې دی او د چين د پانګو په بازار کې خطر لږ دی او ګټې يې ثابتې دي. نو د چين د اسهامو د اې بازار کې د نړيوالو پانګو له ننوتلو څخه د ورخلاصون د پراختيا او په نړيوال پولي بازار کې د چين د ننوتلو په برخه کې د نړيوالو باور څرګندېږي. همدارنګه، له دې څخه څرګندېږي چې نړيوال پانګه اچوونکي د چين د اقتصاد راتلونکې ښه پيشبيني کوي، نو د چين د پانګو بازار د نړيوالو پانګو يوه لازمه برخه ګرځېدلې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای