CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه د دغې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ د رسمي ليدنې په اړه معلومات خبريالانو ته ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 15:58:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه رسمي ليدنه وکړه. د دغې ليدنې د پای ته رسېدو په درشل کې د دغې کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو خبريالانو ته د دغې ليدنې په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، دغه ليدنه د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې په وخت کې تر سره شوه او د چين د ګوند او دولت د مشر له ټاکل کېدو وروسته دغه هېواد ته د عمومي منشي شي جين پينګ لومړی سفر هم دی. دغه ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره د تاريخ د راغونډولو پر اساس د راتلونکې د پراختيا په برخه کې ډېر اهميت لري. همدارنګه، دغه ليدنه د کوريا ټاپووزمې د سوله ييزو خبرو اترو په کليدي وخت کې تر سره شوه، نو د دغې ټاپووزمې مسئلې د سياسي بهير د پياوړتيا او د دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په دغه ليدنه کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او ټاکل شوې موخې تر سره شوې. لومړی، د دواړو ګوندونو او هېوادونو عالي مشران د بيرغونو په اوچتولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نوې پاڼه پرانيزي. دوهم، دواړه مشران د هېواد د ادارې په برخه کې د تجربو د متقابلې زده کړې له لارې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو اړيکو ته نوې مانا ورکوي. درېيم، چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه د کوريا ټاپووزمې د سياسي بهير لپاره نوی خوځنده ځواک وړاندې کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای