CRI Online

تبصره: که امريکا په مداومه توګه پر چين باندې فشار واچوي، منفي پايله به ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 16:09:01

د امريکا سوداګرۍ وزارت پر ځايي وخت د جون په ۲۱مه نېټه د هېواد امنيت ته د پاملرنې په پلمه د (جونګ که شو ګوانګ) په نامه تصدۍ او (جيانګ نان) په نامه د حساب تخنيکي اکاډمۍ په شمول ۵ چيني ارګانونه او تصدۍ د صادراتو د محدوديت په لېست کې شاملې کړې او په دې مناسبت به د امريکا له برابروونکو شرکتونو څخه د يادو ارګانونو او تصديو لخوا د فالتو سامانونو اخيستلو ته اجازه نه ورکول کېږي. اړونده پريکړه به د جون په ۲۴مه نېټه نافذه شي.

دا په دغه لېست کې د هوا وې شرکت له شاملېدو وروسته د چيني تصديو په مقابل کې د امريکا يو بل يو اړخيز بنديز دی. دا ځل په دغه لېست کې د شامل شويو تصديو عمده چارې د ستر کمپيوټر د څيړنې په برخه کې دي. پر هوا وې شرکت باندې د بنديز لګولو په شان د امريکا يادې کړنې موخه چيني تصديو ته د توکو برابروونکی ځنځير پرې کول دي، څو د ساينس او تخنيک او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې د چين قوت کم کړي.

يوه اوونۍ وروسته به د چين او امريکا مشران يو ځل بيا د جاپان په اوساکا کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په موده کې کتنه وکړي، نو امريکا غواړي د يادې کړنې له لارې پر چين باندې فشار واچوي او په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې لا زياتې ګټې تر لاسه کړي.

هر څنګه چې امريکا غواړي د ساينس او تخنيک او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې چين وځپي او په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې پر چين باندې فشار واچوي، موخې ته نه شي رسېدای.

له يوې خوا، چين کابو ۱۷۰ مليونه تنه استعداد لرونکي کسان لري چې په عالي ښوونيز سيستم کې يې زده کړې کړې او لياقت لري. په چين کې د علمي او تخنيکي څيړنو لپاره د پانګونو اندازه په نړۍ کې دوهم مقام نيسي او د انحصاري حقوقو د غوښتنو او ورکولو اندازه په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. همدارنګه، نړيوال توليدي ځنځير د مختلفو هېوادونو د ژور پيوستون سبب ګرځېدلی دی، نو د ساينس او تخنيک په برخه کې د امريکا بر لاسي به د چين د نوښت او پرمختګ قدمونه و نه شي درولای.

له بلې خوا، د اقتصادي او سوداګريزو مشورو په اړه د چين رويه ټينګه او ښکاره ده. دواړه خواوې بايد د مساوي خبرو اترو له لارې معضله حل کړي او يو بل ته د پاملرنې وړ مسئلې دې تر پام او غور لاندې ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای