CRI Online

د ځینو هیوادونو شخصیتونه هیله لري چې د چین او امریکا ترمنځ د مساوي مذاکراتو دروازه ونه تړل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 16:09:10

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۲۱ نیټه ځینو خارجي شخصیتونو د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د بهرنیو اړیکو څانګې په یو فعالیت کې د ګډون ترڅنګ دا څرګنده کړه چې امریکا له ډیری څواړخیز میکانیزمونو څخه وتلی ده او له ګمرکي مالیاتو څخه یی ډیری کارونه استعمال کړي دي. خو دا به کومې خوا ته ګټې ونه رسوي. هیله ده چې د چین او امریکا ترمنځ د مساوي مذاکراتو دروازه ونه تړل شي.

په چین کې د موزامبیک سفیرې ماریا ګوستاوا د چین او امریکا ترمنځ تجارتي اصطکاک په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویی ویل چې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي اصطکاک چې دواړه هیوادونه په نړیوال بازار کې ډیرې ونډې لري، یو لړ غبرګونونه رامنځته کړي. دا به د پرمختیایي هیوادونو پر نسبتاً کمروزو اقتصادونو او خارجي تجارت منفي اغیزې واچوي.

د دې په اند د نړیوال کیدو په چاپیریال کې هیڅ هیواد په یوازې توګه پرمختګ نه شی کولی. نړیوال څو اړخیز سیستم د بیلابیلو هیوادونو د ګټو د بیلانس په ساتلو کې مهم رول لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای