CRI Online

د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ته د شي جین پینګ سفر د نړیوالو تود غبرګون سبب شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 16:11:53

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې له ۲۰ نیټې څخه تر ۲۱ نیټې پورې د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ته رسمي سفر وکړ چې د نړیوالو تود غبرګون او لوړې پاملرنې سبب شوي دي. د دیموتراتیکې کوریا په ګډون د ډیرو هیوادونو کارپوهانو وویل چې د چین او دیموکراتیکې کوریا ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګښت د ۷۰ مې کالیزې په وخت دغه هیواد ته د شي جین پینګ سفر ستر اهمیت او لویه اغیزه لري چې د چین او دیموکراتیکې کوریا ترمنځ عنعنوي دوستي باندې یې ټینګار کړی، په نوی زمانه کې د دواړو خواوو د اړیکو د پرله پسی پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري او د دغې ټاپووزمې مسئلې د سیاسي حل و فصل او محلي ارامتیا لپاره یې مهم رول لوبولی او لوبوي یی.

د ویتنام د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د مطبوعاتي څانګې پخواني مرستیال او په چین کې د دغه هیواد پخواني سفیر ترن ون لوات وویل چې دغه سفر له ۱۴ کلونو وروسته یاد هیواد ته د چین د ګوند او هیواد مشر بیا سفر دی چې د چین او دیموکراتیکې کوریا د سیاسي اړیکو د ټینګښت د ۷۰ مې کالیزې په وخت کې ترسره شو. دغه سفر به د چین او دېموکراتیکې کوریا د اړیکو د ټینګښت لپاره هڅوونکی رول ولوبوي او ستر اهمیت به ولري. د ډیرو هیوادونو کارپوهانو د یاد سفر په ترڅ کې د دغې ټاپووزمې مسئلې د سیاسي حل وفصل په اړه د دواړو مشرانو ټینګې ارادې ته هم پام کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای