د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د ماليې او اقتصاد څانګې د جون په ۲۴مه نېټه د چين د ښارونو د سيالۍ توان په اړه ۱۷م راپور خپور کړ چې د دې څانګې د نوښتي پروژې يو ستر برياليتوب بلل کېږي. د دې راپور له مخې، تېر کال شن جن، هانکانګ، شانګهای، ګوانګ جو، بېجينګ، سو جو، نان جينګ، وو هان، تای بې او دونګ ګوان د اقتصادي سيالۍ د عمومي معيار سره سم مخکښ لس ښارونه وو.
په ياد راپور کې راغلي چې په راتلونکی کې به په چين کې د ښاري کېدو انډول لا زيات شي. اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به دغه انډول له اويا سلنې څخه زيات وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |