CRI Online

تبصره: د چيني ملکې په نامه د بيړۍ له کيسې څخه څرګندېږي چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې نه شي بېلېدای

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 16:15:23

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک له رامنځته کېدو راهيسې، د امريکا په مشرانو جرګه کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د غړي مارکو روبيو په شمول ځيني کسان د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د بېلولو په اړه په ډنډورو بوخت دي او غوښتنه يې کړې چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ، ساينس او تخنيک او بشري کولتور په برخو کې له دغه هېواد سره دې اړيکې پرې شي. خو دغو کسانو لخوا د امريکا د پرمختګ تاريخ هير کړی چې نيکه ګانو يې له چين سره د سوداګرۍ له لارې شتمنۍ تر لاسه کړي او پر دې اساس يې نننۍ امريکا اباده کړې ده.

نوې خپلواکې امريکې د ۱۷۸۴م کال د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د بريټانيا د اقتصادي بنديز د ماتې ورکولو په هکله چين ته د چيني ملکې په نامه يوه بيړۍ ولېږله او دغه بيړۍ د همدې کال د اګست په ۲۸مه نېټه د چين ګوانګ جو ښار ته ورسېده او د چين او امريکا ترمنځ لومړۍ سوداګري يې پيل کړه. له دې نه وروسته يې په درېيو مياشتو کې په ګوانګ جو کې د سوداګرۍ په بهير کې کابو د ۳۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ګټې تر لاسه کړې.

ورپسې امريکايانو د چيني بازار سترو ګټو ته پاملرنې وکړې او د سمندر په تېرېدو سره يې له چين سره په مستقيمې سوداګرۍ پيل وکړ. ليدل کېږي چې دوه سوه کاله مخکې امريکا له چين سره د مساواتو او متقابلو ګټو پر اساس د سوداګرۍ له لارې د بريټانيا اقتصادي بنديز ته ماتې ورکړې او د پرمختګ او سمسورتيا په لاره کې يې ګامونه پورته کړي دي. نن ورځ اقتصاد نړيوال شوی دی، نو د چين او امريکا ترمنځ سوداګري نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو ګټو، بلکې د نړۍ په توليدي ځنځير، د توکو په برابروونکي ځنځير او ارزښتي ځنځير پورې نژدې اړه لري. که په زور سره د چين او امريکا ترمنځ اړيکې پرې شي، نړيوال اقتصادي ځنځير او توليدي چارې به وځپل شي او نړيوال بازار او مالي بازار به په تزلزل کې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای