CRI Online

د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې تبصره: مايک پومپيو په نړيواله صحنه کې جنجال جوړوونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 14:19:08

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په نړيواله صحنه کې جنجال جوړوونکی ګرځېدلی دی. په داسې تاريخي موقع کې چې امريکا د سړې جګړې د مغرو په لور د ملي ستراتيژيکو پلانونو د بدلون په تقاطع کې واقع ده، نوموړي د ديپلوماتيک مشر په توګه په دې بدلون کې د سخت دريځ لرونکې ډلې د کلک وګړي رول لوبولی چې نړيواله سوله يې له خطرونو سره کړې او د مخالفت لرونکو هېوادونو او مهمو هېوادونو ترمنځ يې د شخړو اور ته لمن وهلې.

پومپيو په دې وروستيو کې په ډيپلوماتيکو فعاليتونو کې پر چين، روسيې او ايران بې دليله تورونه لګولي. بر سيره پر دې، هغه د امريکا په ملګرو هېوادونو کې د چين د شينجيانګ او هانکانګ مسئلو په کارولو سره پر چين نيوکې کړې. نوموړی د چين پر ضد د ځواک بيرغ ګرځېدل دی.

د چين او امريکا، د روسيې او امريکا او د ايران او امريکا ترمنځ اړيکې پر نړيوالو اړيکو او نړيوالو حالاتو پريکړه کوونکې دي. پومپيو نه يوازې يادو دريو هېوادونو ته بلکې نړۍ ته چاقو خلاص کړی، د پومپيو خبرې او کړه وړه د ۲۱ پېړۍ سولې ويجاړي او تخريب دی.

دا د منلو وړ ده چې امريکا د نړيوالو ځواکونو د بدلون له امله د بحران احساس کوي. خو پومپيو د تګ راتګ له لارې د خپلمنځي اعتماد د پياوړتيا او د شکونو د له منځه وړلو په برخو کې هېڅ هڅې نه دي کړې، بلکې د بحران احساس يې پر نفرت بدل کړی او د عملونو له لارې يې په نړۍ کې د دښمنۍ زياتوالی تحرک کړی. هغه د نړيوالو اوضاعو په سختوالي کې هڅوونکی رول لوبولی دی.

د نوموړي په شان خارجه وزير نه يوازې د امريکايي سياست فاجعه بلکې د نړيوال سياست بده مرغي بلل کيږي. د ټولې نړۍ ديپلوماتيکې برخې بايد د نوموړي کړه وړه وغندي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای