CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د باسکټبال نړيوال جام لپاره د چين د چمتوالی سرعت ښکاري کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 15:25:16

د ۲۰۱۹ کال د باسکټبال نړيوال جام به د اګست له ۳۱ مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۱۵ مې نېټې پورې د چين په بېجينګ، شانګ های، نان جينګ، وو هان، ګوانګ جو، شن جن، فو شان او دونګ ګوان اتو ښارونو کې تر سره شي. د لومړۍ لوبې د پيل ڼېټه ورځ په ورځ را نېږدې کيږي، د باسکټبال نړيوال جام د چمتوالي کارونه به ژر پای ته ورسېږي. د چين د باسکټبال ټولنې رئيس او د باسکټبال نړيوال جام د نړيوال سفير ياو مينګ د مې په ۲۳ مه نېټه د نړيوال جام په اړه په يوه خبري ناسته کې وويل چې په ټولو ښارونو د چمتوالي اړوند کارونه ښه روان دي او هيله ده چې لوبغاړی او مينه والی به ښې تجربې ولري. هغه وويل:

(اواز ۱ ) زما په اند وخت په چټکۍ تېريږي او هيله لرم چې وخت مې ورو ورو تېر کړم. د بېجينګ سر بېره زموږ په نورو ۷ ښارونو کې چمتوالي هم په منظمه توګه روان دي. د دغه ځل نړيوال جام موخه دا ده چې د لوبغاړيو لپاره ښه خدمات برابر کړو او هيله ده چې لوبغاړی او مينه وال مو د لومړۍ کچې ښې تجربې ولري. باور لرم چې ټول ښارونه په ښه توګه چمتوالي تر سره کړي او هيله لرم چې ټول ګډونوال به په دغه جام کې ښې تجربې تر لاسه کړي.

د مالوماتو له مخې، د چين باسکتبال لوبډلی، د کو ته ديوا باسکتبال لوبډلی، د پولنډ باسکتبال لوبډلی او د ونزويلا د باسکتبال له لوبډليو سره به يو ځای د چين په پلازمينه بېجينګ کې مسابقې تر سره کړي. ياو مينګ د باسکتبال نړيوال جام د چين باسکتبال ټيم د راتلونکي پايلې په اړه مالومات ورکړل چې په اسيايي لوبډلو کې د لومړی ځای تر لاسه کړي او په لومړيو اتو لوبډلو کې ځای نيولی دی.

(اواز ۲) زموږ يوازنۍ هيله دا ده چې په اسيايي لوبډلو کې لومړۍ مقام تر لاسه کړو او د اولمپيک پايلې پر بنسټ لا نورې ښې پايلې تر لاسه کړو. که فرصت لرو، موږ غواړو د باسکتبال په نړيوال جام کې په لومړيو اتو لوبډلو کې ځای ونيسو.

د باسکتبال نړيوال جام په نړۍ کې د باسکتبال لوبو په اړه تر ټولو د لومړۍ کچې تياريانې نيولې. د باسکتبال نړيوالې ټولنې د مطبوعاتي او بازاري چارو مشر فرانک ليندېرس په اند، د باسکتبال نړيوال جام به د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شي، دا نه يوازې چيني مينه والو ته د باسکتبال لويې لوبې راوړي، بلکې په چين کې به د باسکتبال په اړه قيمتي خزانه پاتې کړي.

(اواز ۳) د باسکتبال نړيوال جام به ژر پرانيستل شي. که څه هم لږ وخت شته خو په عين وخت کې ډېر خوښ او هيجاني يم. په چين کې د باسکتبال چيني سيالۍ شته او چين په دې اړه زيات ترتيبات لري. په عين وخت کې د باسکتبال د چمتوالي کارونه په چټکۍ روان دي او له دې څخه د چين د کارونو سرعت ښکاري. د باسکتبال نړيوال جام جوړېدل به د چين باسکتبال لوبو د پرمختګ سبب شي او ښايي په چين کې ډېرو نورو مشهورو لوبو سيالۍ تر سره شي. په نړۍ کې لومړۍ لوبغاړي به په چين کې د باسکتبال نړيوال جام کې ګډون وکړي، دا به چينايانو ته د باسکتبال لويې لوبې راوړي او د باسکتبال سره به د دوی جذبات نور هم زياتې کړي.

د پلان له مخې، د باسکتبال نړيوال جام د اتلولۍ کپ به د مې له ۲۳ مې نېټې څخه په اسيا، افريقا، اروپا، امريکا او اوقيانوس کې نندارې ته وړاندې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای