CRI Online

د چين حکومت په کليوالو سيمو کې اداري سيستم لا ښه کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-25 15:33:26

تېر کال د چين په کليوالو سيمو کې نفوس ۵۶۰ مليونو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېرو شلو کلونو په پرتله ۳۰۰ مليونه کم شوی دی. د چين د کليوالو کارونو د مرکزي لارښوونکې ډلې د دفتر اړوند مسئول د جون په ۲۴مه نېټه د کليوالو سيمو د اداري کارونو په هکله د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې اړوندې څانګې بايد د ځايي، قانوني او اخلاقي ادارې د پيوستون له لارې د کليوالو سيمو اداري سيستم بشپړ کړي او د کليوالو سيمو په کلتوري ابادۍ کې دې د کلتوري او علمي کارکوونکو ، د تقاعد شويو کسانو، صنعتګرو او کلتوري داوطلبانو برخه اخيستنه وهڅوي.

د چين حکومت په دې وروستيو ورځو کې د کليوالو سيمو د ادارې د ښه والي په هکله لارښوونکی سند خپور کړ او په اوسنۍ او راتلونکي يوې مودې کې يې د چين په کليوالو سيمو کې اداري کارونه ترتيب کړل.د دغه سند له مخې بايد د ځاني ، قانوني او اخلاقي ادارې د پيوستون له لارې په کليوالو سيمو کې اداري سيستم بشپړ شي او په علاقه داريو او کليوالو سيمو کې دې د بزګرو او کرنې لپاره خدمتي توان پياوړی شي.د کليوالو ځاني اداره د چين په کليوالو سيمو کې د بنسټيزې ديموکراسۍ يو بنسټيز شکل دی . په دې اړه د چين د کليوالو کارونو په هکله د مرکزي لارښوونکې ډلې د دفتر مرستيال او د کرنې او کليوالو سيمو د وزير مرستيال هان جون وويل چې بايد د کليوالو د ځاني ادارې له لارې په دغو سيمو کې خوځنده ځواک زيات شي ،خو دا د دې لپاره د اغيزمنو لارو چارو ښه والي ته او په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو ټاکنو د تر سره کولو،د تګلارو جوړولو، ځايي ادارې او نظارت په برخو کې د ديموکراسۍ د غوره کېدو لپاره د نظام بشپړتيا ته اړتيا لري. هغه وويل، بايد بزګر ځانونه په کليوالو چارو کې خاوندان وګڼي او د دوی دغه مفکوره پياوړی کړي، د کليوالو سيمو په عامه چارو کې دې فعال رول ولوبوي.په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د چين درې سوه مليونه وګړي له کليوالو سيمو څخه وتلي،نو دوی کليوالې ادارې ته پاملرنه ونه کړه.د کليوالو د ځاني ادارې يوه مهمه موخه دا ده چې بزګر بايد ځانونه د کليوالو چارو خاوندان وګڼي او په دې برخه کې خپله مفکوره پياوړې کړي او د کليوالو سيمو په عامه چارو کې فعال رول ولوبوي .بزګران کولی شي چې د مشورو له لارې ځاني کارونه تر سره کړي چې ور څخه په کليوالې ادارې کې د بزګرو عمده مقام څرګند شي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د کليوالو سيمو د اداري سيستم او اداري توان د پياوړتيا په برخه کې چټکتيا موندلې ده. نو په دې وجه د ګوندي کميټې په محور د کليوالو بنسټيزو کميټو ابادي لا پياوړې شوې،په کليوالو سيمو کې اداري سيستم لا بشپړ شوی، په دغو سيمو کې بنسټيز عامه خدمتونه په څرګنده توګه ښه شوي،کليواله ټولنه په ثابت ډول ساتل شوې چې له دې امله پراخو بزګرو نيکمرغه او امن ژوند تر لاسه کړی دی. خو د دې ترڅنګ د چين په دغو سيمو کې د اداري سيستم او توان د عصري کېدو سويه لوړه نه ده او اداري مفکوره او لارې چارې يې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. هان جون وويل،د بېلګې په توګه په کليوالو سيمو کې د نفوسو په پر له پسې کمېدو سره هغه حالات رامنځته شوي چې پکې ډېر سپين ږيري، ښځې او ماشومان پاتې دي. د عامه خدمتونو په برخه کې د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ واټن ډېر دی .په ځينو کليوالو سيمو کې بنسټيزې ګوندي کميټې کمزورې دي او بنسټيز ديموکراتيک نظام ښه او بشپړ نه دی.همدغې مسئلې په کليوالو سيمو کې ډېرې موجودې دي.نو که په کليوالو سيمو کې د چين د کمونېست ګوند واکمن بنسټ لاټينګ شي او د چين کليوالې سيمې په هر اړخيزه توګه سمسورې او د بزګرو د ژوند اړتياوې پوره شي، نو بايد په دغو سيمو کې د دغو پاملرنې وړ مسئلو د حل وفصل لپاره ډېرې هڅې وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای