CRI Online

مايک پومپيو له افغانستان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-26 11:13:59

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو د جون په ۲۵ مه نېټه په ناڅاپي توګه کابل ته ورسيد او له افغان مشرتابه سره يې د دغه هېواد د سوله ييزو خبرو او نورو موضوعاتو په هکله بحث وکړ.

طلوع نيوز تلويزيون خبر ورکړ چې مايک پومپيو په همدې ورځ له خبرتيا پرته افغانستان ته ورسيد. نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره له خبرو اترو وروسته رسنيو ته وويل چې هغه او دوه افغان مشران پدې اند دي چې سوله د اوسني پړاو لومړيتوب دی او افغانستان بايد د نړيوال تروريزم پر زېږندځای بدل نه شي.

مايک پومپيو په خپلو خبرو کې وويل چې امريکا د افغانستان طالبانو ته روښانه کړی چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي، خو دوی د وتلو پر مهالوېش موافقې ته نه دي رسېدلي، امريکا اوس د افغانستان د بېلابېلو ټولنو د خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو په هڅه کې ده. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د جرمني او قطر په منځګړيتوب به په جولای کې په قطر کې بين الافغاني خبرې اترې ترسره شي.

د امريکا د خارجه وزارت په اعلاميه کې د پومپيو له قوله ويل شوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې اترې ډېرې لاسته راوړنې لري او اړوندې لايحې به جوړې شي، هيله ده چې د روان کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې مخکې د سولې تړون لاسليک شي. امريکا له طالبانو سره د خبرو اترو ترڅنګ له افغان حکومت سره هم نږدې تماس نيسي څو د دواړو خواوو دريځونه همغږي شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای