CRI Online

د چين او افريقا تر منځ همکارۍ د نړۍ د پرمختګ خوځنده قوت دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-26 20:56:53

د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو په اړه د همغږۍ غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې جوړه شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ په پيغام کې هېله څرګنده کړه چې چين او افريقا دې د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي. د چين او افريقا د اقتصادي او تجارتي چارو لومړی نندارتون به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د چين په چانګ شا ښار کې تر سره شي چې په اقتصادي او تجارتي چارو کې د دواړو خواو د همکاريو د نويو لارو او تدبيرونو په هکله به پکې بحثونه وشي.

د تېر کال په سپتمبر مياشت کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه په بريالۍ توګه تر سره شوه او له دغې غونډې نه وروسته په بېلا بېلو کچو د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ په څرګنده توګه چټکې شوي چې يو لړ لاسته راوړنې لري. تېر کال د چين او افريقا تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت ۲۰۴ مليارډه او ۲۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله شل سلنه زياتوالی ښيي. چين په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې د افريقا تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی.

په افريقا کې د کينيا او روندا په شمول د ځينو هېوادونو مشرانو هغه دروغ او بې ځايه تورونه رد کړل چې ګواکې چين په افريقا کې د پورونو لومه جوړوي. د يوګانډا ولسمشر يويري کاګوټا موسيويني د سی شنبې په ورځ په بېجينګ کې وويل چې چين او افريقا له اوږدې مودې راهيسې يو د بل هېواد او دوستانه اړيکې لري. چين د افريقا د ملي ازادۍ او ابادۍ په ترڅ کې ورسره ډېرې مرستې کړې دي او غواړي د چين د کمونېست ګوند د هېواد د اداري تجربې زده کړي.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او په افريقا کې پرمختيايي هېوادونه د نورو لويو وچو په پرتله زيات دي، د دواړو خواوو د نفوس عمومي شمير د ټولې نړۍ ۳۴ سلنه نيسي. د چين او افريقا د پرمختيا راتلونکی به د نړۍ له راتلونکي سره ټينګې اړيکې ولري او د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ ټينګتيا نړيوال اهميت لري. اوسمهال له يوه لوري په پر له پسې ډول يو اړخيزم او د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه پورته کيږي، چين او افريقا دواړه هېله لري چې څو اړخيزم ميکانيزم وساتي. بله خوا چين او افريقا د اقتصادي پرمختيا او د خلکو د ژوند د ښه والي د چټکتيا په مهم پړاو کې دي. دواړه خواوې د پرمختګ ګډ هدفونه لري، يو پر بل سياسي باور ټينګوي، د هېواد د ادارې د تجربو په هکله د نظريو تبادله پياوړې کوي، په نړيوالو چارو کې همغږۍ نژدې کوي څو چې يو له بل څخه زده کړې وکړي او له بېلا بېلو خطرونو او ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای