CRI Online

چين په سوريه کې د بشري حالاتو د ښه والي لپاره د م م د کوښښونو ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 10:34:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جون په ۲۵مه نېټه وويل چې چين د سوريې بشري حالاتو ته پاملرنه کوي او په سوريه کې د بشري حالاتو د ښه والي لپاره د م م له کوښښونو څخه ملاتړ کوي.

وو های تاو په همدې ورځ د سوريې د بشري مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه علنۍ غونډه کې وويل چې نړيواله ټولنه د ادليب بشري حالاتو ته پاملرنه کوي، امنيت شورا په دې اړه څو غونډې جوړې کړې دي. چين هيله لري چې اړونده بحثونه به د امنيت شورا له غړو سره مرسته وکړي ترڅو په ژوره توګه خبرې اترې وکړي او په بشپړه توګه د سوريې د وضعيت په اړه پوه شي.چين د روسيې او ترکيې ملاتړ کوي چې د تېر کال په سپتمبر کې لاسليک شوی يادداشت پلی کړي څو د ادليب د شخړو مخه ونيسي.چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو او نړيوالو قوانينو سره سم معيارونه متحد کړي او له ترهګريزو ډلو سره مبارزه وکړي.د اوسنيو حالاتو په وړاندې بېلا بېلې خواوې بايد د سوريې په شمال لوېديځه سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد او بشري مسئلو د حلولو لپاره جامع او اوږد مهالې لارې ولټوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای