CRI Online

چين په لومړي ځل د 5G شبکې له لارې د 8K په شفافيت د بې حده پاکو خپرونو د ليرې واټن ليږدونه ترسره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 11:06:28

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال د نړيوال موبايل کانګرس درې ورځنۍ غونډه د جون په ۲۶مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوه.

د دې غونډې په ترڅ کې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د بې حده صافو ازمويښتي سيمه جوړه کړې او په لومړي ځل يې په چين کې د 5G شبکې له لارې د 8K په شفافيت د بې حده پاکو ټلويزوني خپرونو د ليرې واټن ليږدونه ترسره کړه.

د همدې ورځې په سهار د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن په دغه ازموينه کې د 8K په شفافيت د بې حده پاکو خپرونو د ليږدونې سرعت ډېر ګړندی و او د خپرونو انځورونو کيفيت ډېر ښه و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای