د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جون د ۲۷ مې نېټې په ۱۳ بجو د ځانګړې الوتکې له لارې د جاپان د اوساکا ښار ته ورسېد.
رئيس شي جين پينګ به د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي په بلنه د شلو هېوادونو ډلې په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.
رئيس شي جين پينګ به د يادې غونډې په ترڅ کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په غيررسمي ملاقات کې، د چين، روسيې او هند د مشرانو په غيررسمي ملاقات کې او د چين او افريقا د مشرانو په ملاقات کې ګډون وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره به دوه اړخيزې کتنې هم تر سره شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |