د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې په بريټانيا کې د چين د سوداګرۍ ټولنې د جون په ۲۶مه نېټه په لندن کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د چين او بريټانيا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ فورم تر سره کړ.د دواړو هېوادونو د حکومتونو، صنايعو، سوداګرۍ، علومو او خبري رسنيو په شمول د بېلا بېلو ټولنو شاوخوا ۲۵۰ تنو شخصيتونو په دې فورم کې ګډون وکړ.
د دغه فورم برخه والو د ورخلاصون، همکارۍ او د پرمختيايي لاسته راوړنو د شريکولو له اصولو سره سم د دواړو هېوادونو د ژور پيوستون په موخه د پرمختګ او دوه اړخيزو همکاريو په باب سلا مشوره وکړه.د دغه فورم دوه عمده موضوعات د چين او بريټانيا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ يادونه او د دوه اړخيزې همکارۍ نوی فرصت ،د ورخلاصون لپاره د چين نوي تدبيرونه او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې د چين او بريټانيا ترمنځ همکاري ده.
په بريټانيا کې د چين لوی سفير ليو شياو مينګ د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې ياد فورم د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو شخصيتونو ترمنځ د نظريو او اړتياوو د تبادلې،د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه د بحثونو او د ګډ پرمختګ يو مهم ډګر دی. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |