CRI Online

له چين څخه بهر د ژن مين بي چارو د پرمختګ فضا ډېره لويه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 14:59:09
له چين څخه بهر د ژن مين بي چارو د پرمختګ فضا ډېره لويه ده

د چين د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين بانک د نړيوالو پولي چارو څېړنيزې ادارې د جون په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د درېيم فصل د اقتصاد او پولي چارو د راتلونکي پرمختګ په اړه يو راپور وړاندې کړ چې له مخې يې ژن مين بي چارو له چين څخه د نړۍ په بانکونو کې ستر پرمختګ موندلی، خو د چين د واقعي اقتصاد او د پولي بازار د اندازې او د نړيوالې ټولنې د اړتيا په نسبت، د چين په بهر کې د ژن مين بي چارو د پرمختګ فضا ډېره لويه ده.

په دې راپور کې راغلي، په راتلونکې کې به د چين په بهر کې د چيني بانکونو د ژن مين بي چارې په عمده توګه د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو په لويه سيمه کې او د لندن او سينګاپور په شمول پولي مرکزونو کې پرمختګ وکړي او ګام په ګام به نورو بازارونو ته خپرې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای