د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ستراتيژيکو نويو صنعتي چارو د چاپېريال ساتنې ټولنې مشر جانګ يي څو ورځې مخکې وويل، په چين کې د کثافاتو د سره جلا کولو کارونو د ترسره کوونکو ښارونو شمېر له ۴۶ څخه ۲۹۴ ته زيات شوی او د اړوندو چارو پيمانه به لا لويه شي. په راتلونکي کال کې به په بازار کې له شلو څخه تر دېرش مليارډو يوانو په ارزښت نوی توليدي توان پيدا شي او په لسو کلونو کې به د دغو چارو پيمانه دوو يا درې سوو مليارډو يوانو ته ورسېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |