CRI Online

د اوساکا ښاريان هېله لري چې د جي شل هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته خدمتونه برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 15:42:31

د جي شل هېوادونو ډلې د مشرانو څوارلسمه سرمشريزه غونډه به د جون له اته ويشتمې نيټې څخه تر نهه ويشتمې نيټې پورې د جاپان په اوساکا ښار کې تر سره شي او دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې سرمشريزه غونډه په جاپان کې جوړېږي. په وروستيو ورځو کې د اوساکا زياتو ښارياو هېله څرګنده کړه چې ياده غونډه به له مشکل حالت څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو لپاره خدمتونه وکړي او په نړۍ کې د اوساکا ښار او حتی د جاپان د کانسای سيمې د شهرت موندلو هڅونه وکړي.

په ياده غونډه کې به د شل جي هېوادونو ډلې د غړيو په شمول د ۳۷ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي به ګډون وکړي او د غونډې په موده کې به خبري رسنيو د ۶زرو کارکوونکو په شمول شاو خوا ۳۰ زره تنه اوساکا ښار ته ورسيږي. د جاپان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې دغه غونډه به د ياد هېواد په تاريخ کې تر ټولو لويه پيمانه لرونکې نړيواله غونډه وي. د دغې غونډې د جوړيدو د تضمين لپاره د جاپان له ټول هېواد څخه ۳۲ زره پوليس ګمارل شوي دي.

د پارک يوې کارکوونکې ايوميدا رسنيو ته وويل چې د پارک بېلا بېلې سيمې د جون له ۲۵مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې خلکو ته نه خلاصيږي. هغې وويل چې دا د پاملرنې وړ دی چې د چين، امريکا او روسيې په شمول د ځينو هېوادونو مشران به په دغه غونډه کې ګدون وکړي. هېله ده چې دغه غونډه د سولې او د ګډو ګټو پر بنسټ د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګولو لپاره رول ولوبوي.

د دغې غونډې د جوړېدو د وخت له رانژدې کيدو سره سره د اوساکا ښار حکومت د امنيت ساتلو کچې لوړې کړې چې په ځينو لارو کې له ترافيک کنټرول سربېره د مترو او بسونو په عمده سټيشنونو کې د توکيو بکسونه او د کثافاتو سطلونه په لنډ مهالي ډول بند شوي دي. دا کار د ځايي اوسيدونکو پر ژوند ته ځينې اغيزې کوي، خو دوی په دې هکله تفاهم کوي. ميرمن ناګانو هيکارو چې په ځايي ټلويزيون کې کار کوي، په اوساکا کې د يادې غونډې د تر سره کيدو دايمي اهميت ته پاملرنه کوي، ځکه چې په دغه ښار کې به له شپږو کلونو وروسته نړيوال نندارتون تر سره شي. هغې وويل چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خلک به د شلو هېوادونو د سرمشريزې غونډې له لارې د اوساکا په هکله مالومات تر لاسه کړي. د وساکا د ښاريانو لپاره له بهرنيو ميلمنو سره تګ راتګ به پر دغه ښار ژورې اغيزې وکړي. زه هېله لرم چې موږ به د لويې کچې د نړيوالې غونډې جوړولو تجربې تر لاسه کړو او په ښه توګه به د ۲۰۲۵ کال نړيوال نندارتون پر ځای کړو چې د اوساکا حتې د جاپان د پرمختګ هڅونه وکړو.

اوساکا د جاپان دويم لوی ښار دی او د دغه ښار په مرکزيت د کانسای په سيمه کې د اوسيدونکو شمېر له ۱۸ مليونه تنو څخه زيات دي. ښاغلي ناګانو هيکارو هېله څرګنده کړه چې دغه غونډه اووروسته يو لړ فعاليتونه به د اوساکا او حتی د کانسای سيمې د پرمختګ لپاره فعال رول ولوبوي. هغه وويل چې زما په نظر په اوساکا کې د جي شل هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې جوړول به اسيا په تيره بيا د ختيځې اسيا سيمو پرمختګ ته فرصتونه برابر کړي. که څه هم دغه غونډه به يوازې دوې ورځې دوام وکړي، خو وروسته به د ۲۰۲۵ کال د وساکا د نړيوال نندارتون لپاره ښه چاپيريال جوړ کړي او ښې تجربې راغونډې کړي چې د نيم کال لپاره به دوام ولري.

د شلو هېوادونو ډلې د اوساکا سرمشريزه غونډه به د نړۍ د اقتصادي پرمختيا او د نړيوالې ادارې په جوړښت کې رول ولوبوي او د وساکا ښار به د دغې غونډې له جوړولو وروسته د لويو نړيوالو غونډو د جوړولو مهمې تجربې راغونډې کړي څو وروسته په دغه ښار کې د ۲۰۱۹ کال د نړيوال کپ د راګبی فوټبال سيالۍ او د ۲۰۲۵ کال نړيوال نندارتون په ښه توګه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای