د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جون په ۲۶ مه نېټه وويل چې د ايران د اټومي هراړخيز تړون څواړخيزتوب مهم برياليتوب دی، اړوندې خواوې بايد عمومي وضعيت او لر ليد ته په پام سره په ټينګه توګه د م م د امنيت شورا د۲۲۳۱ نمبر پرېکړه ليک او د ايران اټومي هراړخيز تړون وساتي او پلی کړي.
هغه په همدې ورځ د ايران د اټومي مسئلې په اړه د امنيت شورا د په غونډه کې وويل چې د ايران اټومي هراړخيز تړون څو اړخيز تړون دی چې د م م د امنيت شورا لخوا څېړل او پېژندل شوی دی،دغه تړون نړيوال قانوني واک لري چې دغه تړون د څواړخيزتوب مهم برياليتوب دی. دغه تړون د اټومي وسلو د نه خپرولو نړيوال سيستم او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دی.
هغه زياته کړه چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسي په پر له پسې توګه ۱۵ ځله دا تائيد کړې چې ايران د ياد تړون له مخې په اټومي ډګر کې اړونده ژمنه عملي کړې ده. چين د ايران د کوښښونو ستاينه کوي او هيله لري چې دغه هېواد په دوامدار ډول ياد تړون پلی کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |