CRI Online

د شلو هېوادونو ګروپ د ۱۴مې سرمشريزې غونډې پر مهال د چين ميډيا ګروپ د جاپان رسنيو له لارې خپل پروګرامونه خپروي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 19:31:26

د شلو هېوادونو ګروپ د ۱۴مې سرمشريزې غونډې پر مهال، د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړ شوي پروګرامونه د جاپان د NTV ټلويزيون، MBS ټلويزيون، د يوشيموتو اوساکا چينل او Buzz Video په شمول د دې هېواد په ځينو کورنيو رسنيو کې خپرېږي.

په عين وخت کې د چين ميډيا ګروپ د جاپان له MBS ټلويزيون سره يو ځای دوه ځانګړي پروګرامونه خپاره کړل. په دې وروستيو ورځو کې د جاپان په Buzz Video کې په لومړي ځل د چين ميډيا ګروپ درې لنډې ويډيوګانې خپرې شوې، چې نومونه يې (( د G20 د پام وړ ټکي ))، (( د اوساکا په اړه خاطرې )) او (( د G20 تاوده ټکي )) دي. Buzz Video د جاپان کورنۍ خبري رسنۍ ده چې لنډې ويډيوګانې خپروي. يادو ويډيوګانو د جاپانيانو پاملرنه راجلب کړې ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای