CRI Online

شي جين پينګ: چين او جاپان بايد د هغه ډول دوه اړخيزو اړيکو د ټينګولو لپاره ګډې هڅې وکړي چې د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون لري.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 20:08:40

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې په شپه په اوساکا کې د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې له شينزو ابي سره نژدې تماس نيولی او د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره يې ګډه لارښوونه کړې چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی وضعيت رامنځته شوی. روان کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی او جاپان رېوا زمانې ته داخل شوی، او د چين او جاپان ترمنځ اړيکې د تاريخ په نوی مبدا کې واقع دي. چين غواړي له جاپان سره د لوړې کچې ستراتيژيکې لارښوونې پياوړې کړي او د هغه ډول دوه اړخيزو اړيکو د ټينګولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي چې د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون لري.

شي جين پينګ زياته کړه، چې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې دغه ځل سرمشريزه غونډه به د نړيوالو اقتصادي حالاتو د پيچلي کېدو په حال کې تر سره شي چې د نړيوالو پاملرنه يې راجلب کړې ده. نوموړي هيله وښودله چې دغه سرمشريزه غونډه به د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې تر لاسه کړي، د څواړخيزتوب او ازادې سوداګرۍ د ساتلو څرګند غږ به وکړي او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته به مثبت اټکل او خوځنده ځواک ورسوي.

شي جين پينګ پر ځايي وخت د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د جاپان دوهم لوی ښار اوساکا ته ورسيد او هلته به له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای