CRI Online

شي جين پينګ د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای ين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-27 20:59:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۷مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای ين سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ دوستانه همکارۍ له تاريخي تمايل سره سمون لري او دا د دواړو هېوادونو ګډه هيله هم ده. چين غواړي له کوريا جمهوريت سره د ګډو ګټو همکارۍ پياوړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړي او د کوريا ټاپووزمې د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره ګډ خدمتونه وکړي. دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ فرصت ونيسي، د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په اړه دې د دوهم پړاو خبرې اترې چټکې کړي او د سوداګرۍ، تکنالوژۍ، پولي چارو او چاپيريال ساتنې په برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي. دواړه خواوې بايد په څو اړخيزو چوکاټونو کې همغږي پياوړې کړي، په ګډه دې له پروشټيکنيزم سره مخالفت وکړي، له څو اړخيزم او ازاد تجارتي نظام څخه دې ملاتړ او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

دواړو مشرانو د ټاپووزمې د حالاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای