CRI Online

شي جين پينګ د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 09:38:09

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۷ مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د دغه هېواد له لومړي وزير شينزو ابي سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې تاکيد کړی چې دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د څلورو سياسي سندونو ټاکلي اصول مراعت کړي، هغه شوې سياسي موافقه بايد عملي کړي چې يو د بل همکار وي او يو بل ته بايد ګواښونه پېښ نه کړي، متقابل سياسي اعتماد بايد پياوړی کړي او خپلمنځي اړيکې بايد د سولې، دوستۍ او همکارۍ په لوري پرمخ يوسي. دغه راز په اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، د درېيمې خوا بازار او د تکنالوژۍ نوښت په ګډون زياتو برخو کې بايد خپلمنځي همکارۍ تقويه کړي.

شينزو ابي په خپلو خبرو کې وويل، زه د دواړو هېوادونو د اړيکو په عادي کېدو ډېر خوشحاله يم. جاپان به د دواړو هېوادونو د سولې او دوستۍ تړون او نور سياسي سندونه مراعت کړي، ياده موافقه به عملي کړي او له چين سره به په ګډه د زمانې له غوښتنو سره سم خپلمنځي اړيکې برابرې کړي او دايمي او ثابت پرمختګ به يې تضمين کړي.

دواړو مشرانو همدارنګه د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او داسې نورو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه. شينزو ابي وويل چې جاپان د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه د رئيس شي تازه ليدنې ته د قدر په سترګه ګوري او دغه سفر د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات لپاره مهم بولي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای