د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د جون په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې چين د امريکا له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوي چې په ناوړه توګه د صادراتو کنترولونکي تدبيرونه غوره کوي او ورڅخه يې غوښتنه کړې چې سمدستي غلطې کړنې ختمې کړي او پر چيني تصديو فشارونه او بنديزونه لغوه کړي.
د امريکا حکومت په وروستيو ورځو کې يو ځل بيا د صادراتود محدودولو لپاره د تش په نامه د صنعتي تصديو په لست کې پنځه چيني تصدۍ شاملې کړې. د خبر له مخې، د روان کال له پيل څخه راپدې خوا ۴۷ چيني تصدۍ او ارګانونه په وار سره د امريکا په دغه لست کې شامل شوي دي.
وياند ګاو فنګ وويل چې امريکا د ملي امنيت د ساتلو په پلمه په زياتو ساحو کې مشکلات جوړ کړي او جوړوي يې، د صادراتو د محدودولو لپاره ناوړه کړنې تر سره کوي او د بازاري سيالۍ له اصولو سره سرغړونه کوي، په علمي او تخنيکي او تجارتي چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ په عادي تګ راتګ کې لاسوهنه کوي او د چين او امريکا د تصديو ګټو ته زيانونه رسوي. دا د امريکا تر پاملرنې لاندې د سوداګرۍ د نابرابرې مسئلې د حلولو لپاره هيڅ ګټه نه لري او چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |