د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د ټولې نړۍ څه دپاسه ۳۰ ارګانونو د جون په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې په ګډه د يو کمربند او يوې لارې په هکله د اقتصادي مالوماتو د شريکولو شبکه جوړه کړه. دا دد يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم دورې جګ پوري فورم د لاسته راوړنو لست د عملي کولو مهم تدبير دی چې د اقتصادي مالوماتو په ساحه کې د چيني او بهرنيو خبري رسنيو او څيړنيزو ارګانونو تر منخ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره فعال اهميت لري.
د دغې شبکې مشري د سين هوااژانس پر غاړه ده چې د اسيا، اروپا، افريقا، لاتيني امريکا او اوقيانوس د ۲۶ هېوادونو او سيمو مشهور نړيوال خبري اژانسونه، د مالوماتي خدمتونو ارګانونه او څيړنيزې څانګې د دغې شبکې بنسټګران دي. د دغې شبکې هدف د بښپړو اقتصادي مالوماتو په اړه د نړيوالې خپرونې سيستم د جوړولو له لارې د مالوماتو د نابرابرۍ له منځه وړل، د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې برخوالو خواوو ته د لارښوونو او خدمتونو برابرول، د تګلارو تبادلې، د تاسيساتو نښلول، د تجارتي لارو د پرانيستلو، د پيسو لارو د پراخولو، د خلکو د دوستې ټينګولو، په دغه پلان کې د لا زياتو هېوادونو او سيمو ګډون کول، د نړيالو همکاريو د نويو فرصتونو جوړولو او د ګډې پرمختيا رامنځته کول دي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |