CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي لس موافقې تر لاسه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 15:03:10

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۷مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د دغه هېواد له لومړي وزير شينزو ابي سره ملاقات وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر وو جيانګ هاو له دغو ملاقاتو نه وروسته وويل چې اوسمهال د چين او جاپان تر منځ د اړيکو عمومي تمايل ښه دی، خو د دواړو خواوو تر منځ تو لا هم توپيرونه شتون لري. د دواړو هېوادونو مشران په اتفاق سره په دې نظر دیي چې دواړه خواوې بايد ګډو نظريو ته پاملرنه وکړي، توپيرونه اداره او کنټرول کړي او د خپلمنځي اړيکو د سالم پرمختګ ګډه هڅونه وکړي.

وو جيانګ هاو د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د تر لاسه شويو لسو فقره ايزو ګډو نظريو په هکله مالومات ورکړل چې په لاندينی ډول دي:

لومړی:د دواړو مشرانو د چين او جاپان تر منځ د اړيکو د ښه والي د ښه تمايل فعاله ستاينه وکړه.

دويم: دواړو مشرانو ويلي چې بايد د چين او جاپان تر منځ په څلورو سياسي سندونو کې د بېلا بېلو اصولو مراعات وشي، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريزو اړيکو او يو بل ته د ګواښونو نه کولو په هکله ګډې سياسي نظريې دې عملې شي، د سيالۍ پر ځای د همغږۍ پر روحيې سره د دواړو هېوادونو د اړيکو د سالمې او دوامدارې پرمختيا هڅونه وشي.

درييم: دواړو مشرانو د نژدې همغږۍ، د مشرتابه تګ راتګ او يو پر بل د سياسي باور له ټينګښت سره موافقه څرګنده کړه.

څلورم: دواړو مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې دې زياتې شي، د ساينس او تخنيکونو د نوښتونو، د پوهنې مالکيت حق د ساتنې، د اقتصادي او تجارتي پانګونو، د مالي او پولي چارو، د طبي چارو، د زړو کسانو د روزنې د پلنې، د انرژيو د سپمولو او د چاپيريال د ساتنې او د سيلانۍ په شمول پراخو ساحو کې د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ دې ټينګې شي.

پنځم: دواړو مشرانو پريکړه وکړه چې په روان کال کې د چين او جاپان د جګ پوړي تګ راتګ او سلامشورو ميکانيزم پيل شي.

شپږم: سږ کال د چين او جاپان د ځوانانو تر منځ د تګ راتګ د هڅونې کال دی او بايد دواړه له فرصت څخه استفاده وکړي او يو بل هېواد ته د زده کړې د سفرونو په شمول د تګ راتګ فعاليتونه دې تر سره کړي.

اووم: دواړو مشرانو پر دې ټينګار وکړ چې چين او جاپان بايد د سوله ايزې پرمختيا پر لارې ټينګار وکړي او د سوله ايزې پرمختيا ملګري وګرځي.

اتم: دواړو مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د شلو صنعنتي هېوادونو ډله دې حساسې مسئلې په مناسب ډول حل کړي او توپيرونه په رغنده توګه توپيرونه حل کړي.

نهم: دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د شلو صنعتي هېوادونو ډله دې د نړيوال اقتصاد د ثابتې پرمختيا لپاره رول ولوبوي، د نړيوال ادارې سيستم د ابادۍ رول دې پياوړی او بشپړ شي، د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د ازادې سوداګرۍ د تړون په هکله د مذاکراتو بهير دې چټک شي او په روان کال کې دې د دې سيمې د هراړخيزو اقتصادي ملګرو اړيکو تړون په هکله خبرې اترې ختمې شي.

لسم، دواړه مشران په دې نظر دي چې چين او جاپان بايد نړيوالې دندې عملې کړي په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي، له نورو هېوادونو سره د مرستو، اقليمي بدلون، د پوځي چارو د کنټرول او د بې وسلې کولو او روغتيا ساتنې په شمول نړيوالو چارو کې دې خپمنځي همغږۍ پياوړې کړي او د نړۍ د سوله ايزې او ثابتې پرمختيا لپاره دې رغنده خدمتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای