CRI Online

شي جين پينګ د چين او افريقا د مشرانو تر منځ د ملاقات مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 15:28:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸ مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د چين او افريقا د مشرانو د ملاقات مشري وکړه. د چين او افريقا د همکارۍ فورم د پخواني رئيسه هېواد جنوبي افريقا ولسمشر متميلا سيريل رمافوسا، د افريقايي هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد مصر ولسمشرعبدالفتاح السيسي، د چين او افريقا د همکارۍ فورم د اوسني رئيسه هېواد سنيګال ولسمشر ماکي سال او د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په دغه ملاقات کې ګډون کړی دی. ګډونوالو مشرانو د چين او افريقا تر منځ د همکاريو پياوړتيا، د افريقا له پرمختګ او د م م له کارونو څخه ملاتړ او د څواړخيزم د ساتلو په شمول سترو مسئلو په اړه د نظر تبادلې وکړې او ګډې نظريې يې تر لاسه کړی دی.

شي جين پينګ درې وړاندېزونه مطرح کړل:

لومړۍ، موږ بايد د ګډو ګټو او پرمختګ مخکښان وګرځو او د همکارې ګټې له چينايانو او افريقايانو سره شريک کړو.

دوهم، موږ بايد د ورخلاصون او همکارۍ لارښوونکي وګرځو او د افريقا د پرمختګ لپاره لا نږدې يووالی وساتو.

درېيم، موږ بايد د څواړخيزم ساتونکي وګرځو او د نړيوال نظام د ساتلو په اړه زيات خدمتونه وکړو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای