CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 15:37:05

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه د جون په ۲۸ مه نېټه د جاپان په اوساکا کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ،د برازيل ولسمشر جاير بولسونارو، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د هند صدراعظم نارندرا مودي او د جنوبي افريقا ولسمشر متميلا سيريل رمافوسا ګډون وکړ او د بريکس د اړيکو، نړيوالې ادارې، د تکنالوژۍ د نوښت او همکارۍ په هکله يې نظريې شريکې کړې او پدې اړه ډېرو موافقو ته رسيدلي دي. د بريکس هېوادونو ميکانيزم د نوبتي رئيسه هېواد يعنې برازيل ولسمشر جاير بولسونارو د دغې غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ دغې غونډې ته په وينا کې وړانديزونه وکړل چې د بريکس ستراتېژيکې اړيکې دې پياوړې شي، نړيواله اداره دې بشپړه شي او د بريکس هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې دې همکارۍ ژورې شي.

د بېلابېلو ګډونوالو مشرانو ګډ نظر وښود چې د بريکس هېوادونه دې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، لافعال رول دې ولوبوي، له څواړخيزم څخه دې ملاتړ وکړي، د اصولو پربنسټ دې نړيوال سوداګريز سيستم وساتي، د متقابل درناوي پر اساس دې عدالت، دوامدار پرمختګ او سوداګرۍ وهڅوي ، د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو لپاره دې لابرابره اجنډا جوړه کړي او د ګډې سمورتيا او نړيوالې اقتصادي ودې لپاره دې لازيات رول ولوبوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای