CRI Online

د هوا وې شرکت څيړنې ته زياته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 16:05:55

د چين د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د هوا وې شرکت د جون په ۲۷مه نېټه د چين د شن جن ښار په عمومي مقر کې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او تر دې عنوان لاندې يې يو سپين کتاب خپور کړ چې د پوهنې مالکيت حق درناوی او ساتنه کول د نوښتونو اړينه لاره ده. په دغه سپين کتاب کې د نوښتونو او د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په چارو کې د هوا وې شرکت د تجربو او خدمتونو په هکله مالومات ورکړل شوي.

په سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې چې نوښتونه او د پوهنې مالکيت حق ساتنه په تېرو څه دپاسه ۳۰ کلونو کې د هوا وې شرکت د برياليتوبونو بنسټ دی. د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د هوا وې شرکت د ۸۷۸۰۵امتيازي حقونو صلاحيتونه تر لاسه کړي چې ۱۱۱۵۲ امتيارونه يې د امريکا لخوا منل شوي. له ۲۰۱۵ کال څخه راپدې خوا د هوا وې شرکت د پوهنې مالکيت حق په چارو کې د څه دپاسه يو مليارډ ۴۰۰ مليونو امريکايي ډالرو لګښتونه لري. له خپلو امتيازي حقوقو پرته په تېرو ۳۰ کلونو کې د هوا وې شرکت د نورو هېوادونو د امتيازونو کارولو لپاره څه دپاسه ۶مليارډ امريکايي ډالره ورکړي چې نژدې اتيا سلنه برخه د امريکا شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای