CRI Online

د چين استازي: د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازېنۍ لاره د سياسي بهير هڅول دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 16:13:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د جون په ۲۷ مه نېټه وويل چې د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازېنۍ لاره د سياسي بهير هڅول دي. د سوريې سياسي بهير د پيل کولو واقعي لاره د اساسي قانون کميټې جوړول دي . دغه کميټه بايد داسې جوړه شي چې د سوريې د ټولو خواوو استازيتوب وکړي او د بېلا بېلو خواوو لپاره د منلو وړ وي.

ما جاو شيو په همدې ورځ د سوريې د سياسي بهير په اړه د امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې وويل چې د سږ کال په اپريل مياشت کې د سوريې بېلا بېلو خواوو د استانا په ۱۲م ډيالوګ کې د سوريې د اساسي قانون کمېټې د پرېکړې ميکانيزم او اصولو سره موافقه وکړه. که چېرې د اساسي قانون کمېټې د جوړېدو کارونه له ستونزو سره مخ شي نو چين هيله لري چې د م م د سرمنشي ځانګړې استازي دې په دې اړه له بېلا بېلو خواوو سره نږدې د نظر تبادولې وساتي. چين له دې څخه هم ملاتړ کوي چې د استانا بهير په مدادومه توګه خپل رول ولوبوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای